په افغانستان كې د ايران لاسوهنې


د افغان جګړې د سياسي شتمنيو د تر لاسه كولو هڅې
ليكوال: ع. روستار تركى
ژباړن: جاويد واك

قسمت سوم
ترټولو جنجالي قضيه دا وه، چې کله د پاکستان د بلوچستان ايالت  څخه د ايران له لارې په افغانستان کې د مولوي خالص جهادي ګوند ته نوي راکټونه راوړل کېدل؛ نو د ايراني امنيتي ځواکونو لخوا ونيول شول. دا د ايران لخوا يو اخطار ډوله حرکت و، چې امريکا يې پر دې پوهوله، چې له افغان مجاهدينو سره پر خپلو بې درېغه مرستو غور وکړي. همدا راز د ايران دغه کار د روسانو د خوښۍ سبب هم شو.
درېيم: ايراني مقاماتو خپل هغه اجنټان چې په خاد کې يې درلودل، هېڅکله هم نه تعقيبول او همدارنګه يې افغاني ډلو ته هم اجازه نه ورکوله، چې هغوی دې ونيسي او سزا دې ورکړي.
له ځينو افغاني سياسي ډلو سره د ايراني چارواکو مخالفتونه د دې سبب شول، چې د ايران پر وړاندې د افغان مهاجرينو کرکې زياتې شي، ان تر دې، چې په هماغو خرابو شرايطو کې هم يو زيات شمېر مهاجرين بېرته خپل هېواد ته ستانه شول.
د کابل حکومت هم له خدايه همدا غوښتل، دوى له راستنو شويو مهاجرينو څخه په سياسي او تبليغاتي برخو کې پراخه ګټه پورته کړه.
د ايراني چارواکو يو ستر اقدام دا و، چې په يو ډول نه، يو ډول يې د افغان مهاجرينو ژوند محدودوه. که څه هم په ښکاره يې څه نه ويل، خو له ځينو قراينو څرګندېږي، چې د افغان مهاجرينو په ورتلو يې خوا درندېده.
يو څه چې ايراني چارواکو تر پايه ښکاره نه کړل، هغه د ايران مېشتو مهاجرينو سره د نړيوالو د مرستو په جلبولو کې د ايراني مقاماتو د يو روڼ دريځ نه شتون وو.
د دې لامل به دا و، چې ايراني چارواکو نه غوښتل د افغان مهاجرينو ورتګ يو تشويقي عمل وګرځي.
د ځينو قراينو له مخې څرګندېږي، چې ايراني چارواکو به له نړيوالې ټولنې څخه د افغان مهاجرينو په نوم ډېرې مرستې اخېستې او وروسته به يې په خپلو خلکو وېشلې، ځکه په هماغو وختونو کې ايران له عراق سره په جګړه بوخت و..
کله به چې لوږې سره مخ شو؛ نو د افغان مهاجرينو په نوم راټولې شوې مرستې به يې خپلو خلکو ته ورکولې او ډېره کمه برخه به يې مهاجرينو ته ورکوله. په دې ډول ايرانيانو غوښتل هم جګړه وکړي او هم د خپلو خلکو زړه وساتي.
افغان مهاجرين به ايران ته د تګ راتګ پر مهال له ډېرو ستونزو سره مخ کېدل،  تر دې چې ځينې وخت به يې د ويزې او پاسپورت  اخيستو په تمه په مياشتو انتظار  کوه.
سربېره پر دې افغان مهاجرين پر دې مکلف و، چې له يو ښاره بل ښار ته د تلو پرمهال په هره تالاشي کې خپل کارتونه پوليسو ته وښايي.
په ۱۹۸۹ز، کې د ايران دولتي چارواکو تصميم ونيو، چې افغان مهاجرين له ښارونو راټول او دباندې ورته د استوګنې موقت ځايونه ورکړي؛ خو دغه پلان د ځينو مخالفتونو له امله پلی نه شو.
د روسانو خوښ ساتل او د کابل حکومت سره معمولي اړيکې درلودلو چانس به ايران هېڅ له لاسه نه وركوه. خو سربېره پر دې به يې د پېښور مېشتو سياسي حزبونو رضايت په دې پار، چې د افغانستان له جګړې څخه د ترلاسه شويو غنايمو يو څه برخه دوی ته ورکړي، د افغانستان پر وړاندې د ايران په کړنو کې يوه نه حل کېدونکې کيسه وه.
ايران دولت غوښتل، چې د سيمييزې ديپلوماسۍ له مخې دغه(سياسي (ډلې) د پاکستان  حکومت ګډوډ کړي، هغه هم په داسې حال کې، چې پېښور مېشتي او ايران مېشتي افغان مجاهدين د افغانستان په راتلونکي حکومت کې په يو ځای کار کولو نه و سلا شوي.
ايران دولت له همدې موقع څخه په ګټې اخيستو د پاکستان، ايران او مجاهدينو تر منځ د يو درې اړخيز کنفرانس د رابللو امتياز هم خپل کړ.
دغه کنفرانس د ۱۹۹۱ز، د جولای په ۲۹ او ۳۰ مه، په اسلام اباد کې ترسره شو، چې  په ښكاره يې موخه د افغانستان مسايل و.
 
درې اړخيز کنفرانس:
د ايران اسلامي انقلاب لخوا د افغان مهاجرينو تهديد او وېرونه دوه ستر لاملونه لري،چې ايرانيانو نه غوښتل افغانان دې هلته پاتې شي:
لومړى دا چې مهاجرو افغانانو د ايران په اقتصادي ركود كې مهمه ونډه درلوده، هغه هم په هغو كلونو كې، چې ايران دعراق پر وړاندې د يوې سترې جګړې په درشل كې وو،  او د اقتصاد اصلي ماهيت يې همالته له لاسه وركړى وو.
د ايراني چارواكولخوا په زوره د افغان مهاجرينو راستنول، او ورسره د هغو قومي او مذهبي كسانو رالېږل،  چې په ايران كې د مېشتوافغاني سياسي ډلو قوت الظهر بلل كېدې.نوموړي ايراني لاسپوڅي د افغان مهاجرينو سره يوځاى افغانستان ته راغلل، او دغلته د يو مناسب حكومت د نشتون له خلا څخه په گټه اخستو يې د ايران په اشارو كارونه كول.
په ۱۹۸۰ او ۱۹۸۹كلونو كې له افغان مهاجرو سره د ايراني مقاماتو ناوړه چلند په ايران كې د دوى د دايمي شتون مفكورې له منځه ويوړې. له همدې امله افغانانو په يو ډول نه يوډول غوښتل ځان له دغه هيواده راوباسي.
په دې ډله كې داسې كسان هم موجود و، چې دايراني اسلامي انقلاب پالونيكي ول.
هغوى د يو منظم پلان له مخې د افغانستان مركزي سيمو ته، چې ډېرى پكې هزاره ګان اوسېدل راغلل او هلته مېشت شول.
په افغاني ډلو كې د ايراني لاسپوڅو شتون،د افغانستان كړكېچ لا هم سيوا كړى و.
د فرانسوي ليكوال (doronosorro) په وينا(اخبار افغانستان، پاريس چاپ، ۱۹۹۱ كال) ايران د خپلو منافعو د ساتنې په موخه ځينې كړۍ جوړې كړې وې، چې (انقلاب پاسداران) يې يوه مهمه ډله ده.
په ۱۹۸۱ كال كې دوه و ايراني چارواكو جعفرزاده او هاشمي، چې په نړۍ كې د(خط امام) د پلويانو د حقوقو د ساتنې په برخه كې يې كار كاوه افغانستان ته راغلل او ډېرى يې په هزاره جاتو سيمو كې فعاليت كاوه.
په ۱۹۸۱ او ۱۹۸۴ يمو كلونو كې د افغاني شيعه و ډلو تر مينځ اختلاف ان تر دې ډېر شو، چې يو د بل په وژلو يې هم باك نه كاوه.
شيعه مجاهدينو خپلې دغه كړنې، چې ايران ترې په تشويش و، يو دبل پر وړاندې د خپلواكى اخستو په نيت تر سره كولې.
په دې وخت كې ايراني چارواكو د شيعه ګانو تر منځ د اختلاف د مخنيوي لپاه له دوو لارو كار واخيست
يو- ايراني مقاماتو په ۱۹۸۷ كال كې د خپلو ګټو په خاطر د (شوراى ائتلاف اسلامي افغانستان ) يعني(ائتلاف هشتګانه) په نوم يوه شورا جوړه كړه.

نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

مولوی حیات الدین،شیخ افراطی ی که اسلام را وارونه جلوه می دهدد

با رهبر داعش در شمال افغانستان آشنا شوید