په افغانستان كې د ايران لاسوهنې


د افغان جګړې د سياسي شتمنيو د تر لاسه كولو هڅې
ليكوال: ع. روستار تركى
ژباړن: جاويد واك
قسمت اول
ايران د نړيوالو قوانينو پرخلاف، د وچو هېوادونو د ترانزيتي حق ساتلو او د دوه ګاونډيو هېوادونو د تعهداتو په نه پام كې نيولو سره په زرګونه سوداګريز ټانكرونه له كوم قانوني دليل پرته په خپل هيواد كې ودرول.
د امريكا او ايران جګړې په افغانستان كې مليونونه خلك د غم په غولي كېنول او يوې مړۍ ډوډۍ ته يې حيران كړل.
په افغانستان كې د بحران د تداوم لپاره د ايران د پانګونې او لاسوهنې د ښه سپړلو لپاره به ښه وي، چې د تېرو وختونو څو پاڼې واړوو.
افغاني رسنيو په هېواد كې د پاكستان د نظامي، سياسي او... لاسوهنو د غندلو لپاره په تنده لهجه مستند راپورونه خپاره كړي؛ خو په افغانستان كې يې د ايران د لاسوهنو او سياسي واك د ترلاسه كولو په مقابل كې ډېر كم څه ويلي، چې هغه هم د نشت په حساب دي او په ځينو ځايونو كې په غلي پاتې كېدو له دې  خبرې تېرشوي دي.
دغو چوپتياوو په اتيايمه لسيزه كې پر افغانستان  د ايران د اسلامي انقلاب لاسوهنو ته زمينه برابره كړه؛ خو سربېره پر دې د ځينو خنډونو له امله ايران تر ډېره خپلې موخې ته ونه رسېد. دغه كار د كورنيو او بهرنيو ډېر پام د پاكستان مسلې ته واړوه او په لومړيوكې د ايران په لاسوهنو چا غوږ ونه ګروه.
په اتيايمه لسيزه كې افغانستان د ايراني اسلامي انقلاب د لاسوهنو له ستر ګواښ سره  مخ و؛ خو د ايران او عراق اته كلنه جګړه او د افغانستان په سني مذهبه ټولنه كې د ايران د سياسي او مذهبي ګروپونو لږوالى د دې لامل شو، چې بيا هم د غه پلان ناكامه شي، همدا راز سعودي عربستان هم په افغانستان كې د سني او وهابي ډلو له لارې د ايران پر وړاندې موضع ګيري وكړه او تر ډېره يې د ايراني لاسوهنو مخنيوى وكړ.
سربېره پر دې په افغانستان كې د اهل تشيع ګروپونو، چې د ايران له سياسي ملاتړ څخه برخمن و، د ځينو جهادي ګروپونو او ډلو خصمانه كړنو هم د ايراني لاسوهنو مخنيوى وكړ او دغه سني ډلې  تر ډېره د پاكستان د جماعت اسلامي ګوند لخوا چې مشري يې قاضي حسين احمد كوله، سپانسر كېدلې، چې ايران ضد كړنې ترسره كړي.
د پاكستان جماعت اسلامي ګوند د افغانستان په قضيه كې  د دغه هېواد د نظامي او استخباراتي كړيو لپاره د سياسي الهام بڼه لري. نو دغه ګوند د يو ممثل په توګه په افغانستان كې د ايران پر وړاندې د پاكستاني چارواكو د غېر رسمي مخالفتونو ښكارندويي كوي.
د شوروي پر وړاندې د افغانانو د جهاد په كلونو كې د امريكا او پاكستان موضع  د ايران د نفوذ د مخنيوي  پر لاره يو شان وه.
پاكستان د شيعه ييزم او په سيمه كې د يو قوي او پرمختللي ايران له جوړېدا څخه  په وېره كې و، په ورته ډول امريكا هم په ايران كې د اسلامي انقلاب پر ضد، چې د امريكايانو پروا ورسره نه وه، له هېڅ ډول زيان رسونې ډډه نه كوله.
له افغاني شيعه ډلو سره د ايران اړيكې تل د كابل حكومت د سياسي لوري چې د اقليتونو پر وړاندې يې لري او همدا راز د ايران او روسېې د اړيكو په وسيله اغېزمنې شوې دي.
د كابل د كمونيست حكومت په وخت كې د روسيې سياسي مشاورينو په مشوره او د هغه ګوډاګي حكومت له لارې په افغانستان كې د لږكيو او په ځانګړي ډول هزاره ګانو د جلبولو لپاره پراخې سياسي هڅې وشوي او مذهبي كړتې ترسره شوې.
سياسي په دې مانا چې روسانو ځينې اشخاص لكه سلطان علي كشتمند او عبدالواحد سرابي لوړو پوستونو ته ورسول او له هغوى څخه يې په سياسي او مذهبي برخو كې ستر كسان جوړ كړل او په دې توګه يې پلان درلود، چې په هزاره ګانو كې د كابل د كمونيست حكومت او روسي ملګرو ته د نفوذ زمينه برابره كړي.
كشتمند له همدې لارې په ګټې اخيستو وتوانېد، چې د كمونيست حكومت پر وړاندې د شيعه ګانو دښمني پر مخالفت بدله كړي او په ځينو ځايونو كې يې  شيعه ګان له حكومت څخه د دفاع په موخه د جګړې پر ډګر ودرول.
ويل شوي، چې د روسانو د يرغل پرمهال د كشتمند پر مرسته د هېواد د نورو سيمو پر پرتله  مركزي سيمې ډېرې كمې د متجاوزو لښكرو د ځمكنيو او هوايې هدفونو ښكار ګرځېدلې او په دغو سيمو كې ژوند تر ډېره ښه پر مخ روان و.
(( ليکوال د زندان څخه له خلاصون وروسته د هيواد د پرېښودو په نيت په خرابو او لرو پرتو کليوالو لارو تېرېد او هلته ورته په سماوارونو، مساپرخانو او کښتونو کې ژوند په عادي ډول ښکارېد.))
سازمان شوي په دې مانا چې يو ځل د كابل حكومت مشر ډاكټر نجيب الله د ايراني مقاماتو د خوشحاله كولو لپاره او د هغو ډلو لپاره چې د ايران ملاتړ ورسره وي، د مركزي سيمو د كورنيو د خودمختارى اعلان كړى و.
د وخت د كمونيست حكومت لخوا شيعه ګانو ته د مذهبي مناسكو د ادا پروخت پوره ازادي وركړل شوه، تر دې چې په اضطراري حالاتو كې هم مذهبي پروګرامونه لكه عاشورا د سترو ښاري لاريونونو په ترسره كولو سره نمانځلى شول، چې دغه كار بيا وروسته دوام پيدا كړ.
د ايران پر وړاندې د كابل د كمونيست حكومت حسن نيت د دغو دواړو هېوادونو په ذات البيني اړيكو كې د پام وړ بدلون راوست.
له ۱۹۸۵ز، څخه را په  دېخوا د ايران سفارت لوړپوړو چارواكو د كابل حكومت په رسمي بلنو كې برخه اخسيتله او په مقابل كې يې افغان لوړ پوړو مامورينو د ايران سفارت په مېلمستياو كې ګډون كاوه.
د ۱۹۸۰ز، په ترڅ كې كله، چې ايران او عراق په جګړه بوخت و؛  نو د ايران انقلابيانو هغه جنګ ته، چې د دوه اسلامي هېوادونو تر منځ روان و، د افغانستان د هغې په پرتله، چې د سرو لښكرو تر يرغل لاندې و، برتري وركوله.
د ايراني اسلامي انقلاب رهبرانو د  پراخو كمپاينونو له لارې افغانان تشويقول، چې د مسلمان عراق پر وړاندې د ايران په ګټه ودرېږي او د جګړې ميدان ته ورودانګي.
پر۱۹۸۰ز، د هغو افغانانو شمېره چې د عراق او ايران جګړه يې د افغانانو او روسانو تر جګړې سپېڅلې ګڼله او د ايران په اردو كې د عراق پر وړاندې جنګېدل، پنځه زره  كسانو ته رسېده، چې د جګړې له ډګره د معلولينو او معيوبينو په ګډون يوازې دوه زره كسان بېرته افغانستان ته راستانه شول.
د افغانستان له روان كړكېچن وضعيت څخه په پوره توګه ګټې اخيستلو ايرانيان دې ته اړ  كړي و، چې په مذهبي رهبري او همدا راز په بهرنيو چارو وزارت كې داسې كسان وګماري، چې په افغانستان كې ايراني لاسوهونكو ته پر وخت او منظمې مشورې وركړي.

نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

مولوی حیات الدین،شیخ افراطی ی که اسلام را وارونه جلوه می دهدد

با رهبر داعش در شمال افغانستان آشنا شوید