برچسپ ها

۱۰/۱۸/۱۳۹۰

په افغانستان كې د ايران لاسوهنې

د افغان جګړې د سياسي شتمنيو د تر لاسه كولو هڅې
ليكوال: ع. روستار تركى
ژباړن: جاويد واك
قسمت چهارم
د دې شورا مركز په تهران كې و، د شورا غړو په ځينو مواردو كې يو له بل سره اختلاف درلود، خو د امام خميني تر چتر لاندې كار كول ټولو ته د منلو وړ وو.
د ۱۹۸۸ كال په فبرورۍ مياشت كې له افغانستانه د روسانو وتلو ايرانيانو ته په دغه هيواد كې د لاسوهنو زمينه برابره كړه.
د سياسي او مذهبي ډلو لخوا د ائتلا ف هشتګانه شورا تقويت او ورسره په ۱۹۸۹ كال كې د اتفاق شورا په نوم يوه بله ډله هم جوړه شوه، چې ورسره ائتلاف هشتګانه په نه ګانه بدل شو.
د انقلاب ايران د پلويانو په هڅو او مشورو په هزاره جاتو كې د شيعه وو مخالفو ډلو تر منځ يو نسبي جوړ جاړئ رامنځته شو، چې په  نتيجه كې د باميانو ولايت د ائتلاف هشتګانه تر ولكې لاندې راغى.
ايران دولت غوښتل په دې ډول د راولپنډۍ د مشورتي شورا او ورسره د مجاهدينو د موقت حكومت پر وړاندې يو څو ضلعي متحده ډله رامنځته كړي، چې په مقاومت او پېښور مېشتي جنبش كې د دوى په گټه كار وكړي.
په ۱۹۸۹ كال كې كله چې د ايراني پلوو افغان مجاهدينو غوښتنې د افغانستان په موقت حكومت كې د اوه ګوټيزې شورا له مخالفت سره مخ شوې،نو له همدې ځايه د ايران دپاليسۍ د ناكامئ څرك تر سترګو شو.
اوس نو ايرانيان مجبور ول، چې له يوې خوا د كابل له حكومت سره يو معاملوي جوړ جاړى ولري او له بلې خوا يوځل بيا ځيني شيعه ګروپونه وازمايي، ځكه يې د يووالي چغې وهلې.
دوم - د ۱۹۸۹ كال په ترڅ كې ايراني چارواكو دافغاني شيعه ډلو تر منځ د يووالي په موخه ډېر ې هڅې وكړې، چې بالاخره د نصر، پاسداران او شورا تر منځ يوه هوكړه وشوه، چې له مخې يې ډېرى ډلو خپل مستقل ګروپونه  منحل كړل اوپرېكړه يې وكړه، چې له دې وروسته به د حزب وحدت تر سيوري لاندې د افغانستان جهاد ته دوام وركوي.
د تشكيلاتو له مخې د حزب رسۍ د افغاني شيعه ګانو سره وه، دغه حزب مطلق اختيارات درلودل او مهمو وختونو كې به يې له مركزي شوراڅخه چې ظاهرا يې مشران انتخابي ول مشوره اخيستله.
د مركزي شورا مركز باميان ولايت وټاكل شو، چې له همدې ځايه يې خپلې چارې پر مخ بيولې.
د حزب په رهبرۍ كې د ايران د بربنډوو لاسوهنو له امله ځيني شيعه مشران راوپارېدل، چې څه ناڅه افغاني او ملي احساس هم دوى سره مل وو.
د حركت اسلامي ګوند مشر شيخ اصف محسني له نوي شيعه سازمان څخه په دې بهانه ځان لرې كړ، چې ولې په ارزګان كې د ((پښتنو او هزارګانو)) تر منځ د قومي او مذهبي شخړو لاملين نه نيول كېږي.
نوموړي شيخ په ډېر مهارت سره خپله سياسي كړۍ له ايرانه د پاكستان اسلام اباد ته ولېږدوله.له همدې كړنې سره سم ايراني چارواكو په ۱۹۹۰ كال كې د حركت انقلاب ټولې  سياسي نمايندګى بندې كړې او په دغو څانګو كې شته دارايي ګانې يې په ايراني بانكونو كې ضبط كړې.(اخبار افغانستان، پاريس چاپ،۱۹۹۱ كال،اپرېل مياشت).
د پورتنيو خبرو پر اساس ښكارېږي، چې حزب وحدت د جهاد دكلونو په حزبي يون كې يو منحصر به فرد ګوند و، چې ټول غړي يې هزاره او بيا اهل تشيع ول، چې په لويه كچه يې سخت دريزه قومي كړنلاره درلوده.
د درې اړخيز كنفرانس جوړېدل:
دغه كنفرانس د ملګرو ملتونو د سولې دپلان پروړاندې او ورسره د مجاهدو تنظيمونو د ځپلو په موخه جوړ شو.
په د غه وخت كې ايران په افغانستان كې دسياسي اړخ په درلودو پانګونې كولې،سربېره پر شيعه ګروپونو هغه اهل سنت ډلې هم، چې وسلو او پيسو ته يې اړتيا درلوده د خپلو اړتياوو د پوره كولو په بدل كې د ايران تر سياسي نفوذ لاندې راغلې.
پېښور مېشتو سياسي ډلوپه شيعه افغانانو او ځينو سني ډلو كې د ايران دا لاسوهنې د ځان او په پاكستان كې د ټولوافغانو سياسي حزبونو پر وړاندې يو مهم رقابت باله.
ايران دولت له خپل سياسي افغاني قوت څخه په داسې په بيړه گټه پورته كوله.
دا وېره موجوده وه، چې د حالاتو اغېز او نه كنترولېدونكى سياسي كړكېچ به د ايران دغه ټولې هڅې په اوبو لاهو كړي، نو له همدې امله ايران دولت د ۱۹۹۱ كال په جولاى مياشت كې د ايران، پاكستان او مجاهدينو تر منځ د درې اړخيز كنفرانس وياړ خپل كړ.
ډېر لاملونه دي، چې ايران يې د كنفرانس جوړېدو ته تشويقاوه.
- د عراق پر وړاندې د امريكا او د هغوى د متحدينو برياليتوب او همدا راز د قواوو نا متوازنتوب او ورسره په سيمه (منځنۍ اسيا) كې د سولې د ټينګولو په نوم د امريكا د سياسي رول ټينګول.
- د افغانستان لپاره د نړيوالې ټولنې د طرحې برياليتوب، ايران دولت غوښتل وښيي، چې د ملګرو ملتونو  په طرحه كې امريكا او نور ابرقدرت هيوادونه دخيل دي.
_ د پېښور مېشتو سياسي تنظيمونو له مذاكراتو او ناستو څخه د سولې او همكارۍ په موخه د پلان د عملي كېدو هيلې. دغه كميسيون څو مياشتې وړاندې د افغانستان پر وړاندې  پراخو نړيوالو هڅو ته د عكس العمل په توګه، چې غوښتل يې په افغانستان كې د پخواني باچا په مشرۍ يو منځ لارى او انتقالى حكومت رامنځ ته  كړي جوړ شو.
د پېښور كميسيون دا دنده درلوده، چې د افغانستان لانجې ته يو حزبي حل لاره ولټوي.  په دغه كنفرانس كې د ايراني مقاماتو او په ايران كې د ميشتو افغان شيعه ګانو له هڅو سره، سره بياهم يوازې پېښور مېشتو اهل سنت  ګوندونو ونډه درلوده.
په هر صورت اوس به د درې اړخيز كنفرانس جوړېدا ته يوه ځغلنده كتنه وكړو:
هغو افغانې سياسي ډلو چې په پېښور كې اوسېدې لكه: جمعيت اسلامي، جبهه نجات ملي، محاذملي واسلامي، حركت انقلاب اسلامي (مولوي  محمدي)، حركت انقلاب اسلامي(مولوي منصور) او داعيه اسلامي(قاضي امين وقاد) ټولو د كنفرانس له جوړېدو څخه ملاتړ اعلان كړ.
كنفرانس د دوه پړاوونو په ترڅ كې په اسلام اباد او تهران كې ترسره شو او د درېيم ځل لپاره يې امادګي ونيول شوه.
۱-  د اسلام اباد كنفرانس د جولاى د مياشتې په ۲۹مه او ۳۰ مه نېټه د پاكستان د بهرنيو چارو د عمومي منشي(اكرم ذكي) د ايران د بهرنيو چارو وزير(علي اكبر ولايتي) په پاكستان او ايران كې د ټولو افغاني سياسي ډلو په ګډون ترسره شو. كه څه هم په ښكاره توګه دوى د سولې په اړه بحثونه كول غوښتل  خو په پټه يې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سولې پلان تخريباوه.
په دغه كنفرانس كې د ګوندونو په استازيتوب د هر ګوند مشر راغلى و، خو حكمتيار د حزب اسلامي ګوند په استازيتوب د دغه ګوند د سياسي كمېټې مشر رالېږلى و.
په ياد كنفرانس كې د اتحاد اسلامي ګوند مشر سياف په دې بهانه چې په كنفرانس كې د سعودي عربستان د منافعو پرضد خبرې شوي د كنفرانس راتلونكې غونډې تحريم كړې.

 

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر