۲۱.۱۰.۹۰

په افغانستان كې د ايران لاسوهنې

د افغان جګړې د سياسي شتمنيو د تر لاسه كولو هڅې
ليكوال: ع. روستار تركى
ژباړن: جاويد واك


قسمت پنجم و اخیر
په دې غونډه كې د حركت اسلامي ايت الله محسني هېڅ ګډون نه و كړى همدا راز د اسلام اباد په كنفرانس كې د ائتلاف شورا هم برخه  نه وه اخيستې.
د تهران په غونډه كې د ائتلاف شورا نه ګډون په ظاهره د ايران په وړاندې د دې شورا خپلواكي را په ګوته كوي.
د اسلام اباد په كنفرانس كې بايد د اصولو له مخې د ملګرو ملتونو د سولې پر پلان بحث شوى واى. ځكه، چې د ايران او پاكستان حكومتونواو په كنفرانس كې گډونكوونكو سياسي حزبونو په انفرادي ډول له دې پلان څخه ملاتړ اعلان كړى و، خو د كنفرانس په پاى كې د پرېكړه ليك له خپرېدو څخه څرګنده شوه، چې ايراني او پاكستاني حكومتونو په پټه د دې پلان د ناكامولو هلې ځلې شروع كړې وې او غوښتل يې يو شمېر هغه حزبونه او اشخاص، چې دغه پلان ته خوشبينه و هم له خپل نظره وا ړوي، چې تر ډېره يې خپلې موخې ته ورسېدل.
د ايران او پاكستان دغه شوم اهداف پټ پاتې نشول او د تهران په غونډه كې هغوى ونه وتوانېدل، چې خپل احساسات كابو كړي، نو ځكه يې په ښكاره د ملګرو ملتونو د پلان مخالفت وكړ په پاكستان كې د ايران سفير په ښكاره وويل((اين كنفرانس راه هاى نفوذ قدرت هاى فرصت طلب و منفعت جو را كه خواهان په هدر دادن خون شهداى انقلاب اسلامي افغانستان مې باشند مې بندد)).
د ښاغلي سفير له ويناوو څخه په ښكاره توګه څرګندېږي، چې ايرانيانو غوښتل د پخواني پاچا مخنيوى وكړي، ځكه هغه غوښتل د نړيوالو معيارونو مطابق د افغانستان مسلې ته يوه افغاني حل لاره ولټوي، نو ځكه يې دهغه او دهغه په پلويانو پسې سپكې سپورې ويلې او حتى په ډيرى ځايونو كې به يې هغه  د فرصت طلبه قدرت نيوونكي په نوم يادوه.
پاكستاني او ايراني حكومتونو د دې پرځاى، چې په واقعيت كې يې د افغانستان خپلواكي او استقلال منلى واى، د دې مسلې مخالفت يې وكړ. دوى په افغانستان كې  د يو خپلواك، خود كفا او اسلامي حكومت له جوړېدو څخه په وېره كې وو او دغه سلسله تر اوسه لا دوام لري
د افغانستان  ګاونډي هيوادونه او په سر كې  يې ايران او پاكستان هله د افغانستان له حالاتو څخه د ځان په ګټه كار اخيستلى شي، چې هلته يو پايه داره مركزي حكومت موجود نه وي.
له همدې امله دافغانستان په اړه د سولې له پلان سره مخالفت د همدې دواړو هيوادونو يوه داسې پروژه وه، چې ځان ته يې په جنګ ځپلي افغانستان كې د اوږد مهالې لاسوهنې زمينه برابره كړه. .
له اسلام اباده وروسته په ايران كې د افغانستان د مسايلو په اړه كنفرانس جوړ شو. دغه كنفرانس د اګست په ۲۸ او ۲۹  د اكبر ولايتي او اكرم ذكي په ګډون  په تهران كې ترسره شو. په ياد كنفرانس كې د افغاني شل كسيز هيئت مشري صبغت الله مجددي په غاړه درلوده.
د تهران په كنفرانس كې بيا هم هماغو ډلو ا حزبونو ګډون كړى و، كوم چې د اسلام اباد په كنفرانس كې يې برخه اخيستې وه، خو يوازې قاضي امين وقاد د (داعيه اسلامي) حزب مشر، چې په تېر كنفرانس كې يې ګډون نه و كړى، د تهران په كنفرانس  كې يې ونډه اخيستې وه
د تهران كنفرانس په ظاهره د نړيوالې ټولنې د سولې د پلان په موخه جوړ شوى وو،چې بايد په پيل كې پرې بحث شوى واى، خو د ځينو لاسوهنو له امله د پروګرام وروستۍ ورځې ته د تخريب په موخه وځنډول شو.
په ياد كنفرانس كې داسې تصميمونه ونيول شول، چې په افغانستان كې د جګړې په صورت كې به ايران او پاكستان په لوى لاس خپلو لاسوهنو ته دوام وركوي.
د تهران د كنفرانس ځيني مهم ټكي: 
- له شوروي سره مستقيمه مذاكره: له شوروي سره د قدرت د انتقال په موخه خبرو لپاره د ايران، پاكستان او جهادي ګروپونو يو ګډ كميسيون جوړول.
- د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته د يو مشترك هيئت لېږل، د غير منسلكه هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو لخوا د يو كنفرانس جوړېدل او همدا راز د اسلامي هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو لخوا د يو كنفرانس كوربه توب.
- د دريو هيوادونو ايران، افغانستان او پاكستان د سيمه ييزو همكاريو پراختيا او پردې موضوع تاكيد.
د همدې درې هيوادونو تر منځ د يوه سيممه ييزې اتحادې جوړېدل په دې شرط، چې د ايران تر كنترول لاندې به وي او له دې اتحادېې څخه  به د امريكا پر ضد ګټه پورته كېږي.
د پورتنيو ټكو څخه څرګندېږي، چې ايران په افغانستان كې د لاسوهنې په موخه يوه نوې لاره پرانيستله، نو ښه به وي، چې همدې مسلې ته لږ تم شو.
د سيمه ييزې اتحاديې جوړېدل:
د ۱۳۷۰ لمريز كال د جوزا مياشت وه، چې په پېښور كې د ايران سرقونسل په كور كې د امام خميني ياد غونډه وشوه. په ياده غونډه كې برهان الدين رباني هم ګډون كړى و، نوموړي د وينا په يوه برخه كې وويل:((انقلاب اسلامي ايران و شخصيت امام خميني متعلق بهمه جهان اسلامي و امت مسلمان مې باشد)).
دا ډول خبرې او په تېره بيا د اهل سنت والجماعت ګوند د مشرله خولې په خپل ذات كې بې سابقه دي.
له دې خبرو څخه دا نتيجه اخيستل كېږي، چې ځيني كسان  د (خط امام ) له قيادت او ورسره د ايران له اثر لاندې ژوند كولو ته خوشاله ول.
له ځينو قراينو څخه ښكارېږي، چې د جمعيت اسلامي او سپاه پاسداران، چې د ايران دولت يې اداره كوو ژبني نږدې والي د دوى تر منځ اوږده مذهبي  اختلافات له خپلې تحت الشعاع لاندې راوستي ول.
كوثر ورځپاڼې، چې د ايران د انقلاب يوه ترويجوونكې خپرونه بلل شوې وه، په خپله سرمقاله كې د اسلام اباد د كنفرانس د ارزيابۍ او د دې كنفرانس د هر اړخيز څېړنې په موخه ليكلي ول: ((د اسلام اباد كنفرانس د اسلامي هيوادونو د ګډ كانفدراسيون د جوړېدو بنسټ و، چې په سيمه كې كېښودل شو)).
د پاكستان دمسلح ځواكونو لوى درستيز(ميرزا اسلم بيګ) چې د كنفرانس د جوړېدو پر مهال برحاله مامور و، نوموړي په خپلوخبرو كې وويل:((د افغانستان، پاكستان او ايران تر منځ مرستې او توافق نظر په سيمه كې د دغو درېو هيوادونو د تداوم تضمين كوي)).
د اسلام اباد په كنفرانس كې ځينې دا سې مفكورې هم موجودې وې، چې د تهران او اسلام اباد په هرو دوه كنفرانسونو كې به د دغو درېو هيوادونو تر منځ د خپل منځي اړيكو د پراختيا په موخه هم بحثونه كېږي، چې وروسته غوښتنه وشوه، د همدې كار د ښه انسجام په موخه دې يوه دايمي (دارالانشآ) جوړه شي.
كه لږ فكر وكړو په داسې حال كې، چې په افغانستان كې هېڅ حكومت موجود نه و او نه پوهېږو چې دغو ښاغلو په كوم نامه د يو ازاد او خپلواك هيواد په سر په داسې خرابو شېبو كې له ګاونډيانو سره لاسليكونه او غونډې كولې.
نو ښكاره خبره ده، چې په داسې نازكو حالاتو كې ايران او پاكستان غوښتل د افغانستان تجزيې ته (خداى مكړه) لاره هواړه كړي.

قسمت ششم و اخیر
امريكايي عكس العملونه:يو لړ كړنې او پرېكړې لامل شوې، چې د درې اړخيز كنفرانس پر وړاندې امريكايي منفي عكس العملونه هم راپورته شول.چې مهم يې په لاندې ډول دي.
- يادكنفرانس د امريكا په مشرۍ د يو با اقتصاده اوپر سياسته نړۍ د رامنځته كېدو پر وړاندې يو تخريش كوونكى عنصر وو.
- د ايران په مشرۍ د يو بنسټ پال اسلامي سازمان رامنځته كېدل، چې په ښكاره يې له امريكا سره ډغرې وهلې، خو په سيمه كې د روس د نفوذ چندان مخالف نه وو.
- د مثلث اتحاد پر وړاندې د امريكا د متحدو هيوادونولكه: اسراييل، عربستان سعودي، مصر اوسوريه كمزوري او ناتواني.
- د افغانستان د ديارلس كلنې جګړې څخه، چې د امريكا او متحدينو په مالي مرستو تميويل شوې وه ايران غوښتل په نظامي، سياسي او  تبليغاتي برخو كې كار واخلي.
 ايران او پاكستان په دې هڅه كې ول، چې افغانستان ته يو ډول پاكستاني يا ايراني حل لاره پيدا كړي ((دا په دې مانا چې د دې دواړو هيوادونو په كې ګټه وي))، نو ځكه د امريكا دولت وغوښتل چې د افغانستان مسلې ته د دې دواړو هيوادونو په پرتله د يوې سترې حل لارې وړانديز وكړ.
د افغانستان د سولې لپاره د امريكا په وړاندې شوې طرحه كې دا ويل شوي ول، چې د دې هيواد د سولې په خبرو كې دې ټول هغه بهرني هيوادونه را وغوښتل شي، چې د افغانستان په حالاتو كې دخيل دي.
د كنفرانس په تركيب كې بايد امريكا، شوروي، پاكستان، ايران، عربستان سعودي او د مجاهدينو استازي شامل وي. په دې ډول امريكا غوښتل په سيمه كې د ايران  او پاكستان پر وړاندې يوه سياسي وزنه رامنځته كړي.
امريكا غوښتل سياسي او ديپلوماتيكې گټې يې په پاكستان كې خوندي وي، خو دا بې باوري هغه وخت خپل اوج ته ورسېده، چې د درې اړخيز كنفرانس نه څو ورځې وروسته په كنړ كې د سعودي عربستان په مرسته جوړ شوى محلي حكومت ړنګ شو او ددغه محلي حكومت وهابي مشر مولوي جميل الرحمن هم ووژل شو.
په همدې اساس  د ايران او پاكستان لخوا ډېرې هڅې وشوې، چې په افغانستان كې د سعودي عربستان د نفوذ مخنيوى وكړي. دغه كار امريكا ناراحته كړه او شهزاده تركي الفيصل يې د۱۹۹۱ كال په اګست كې پاكستان  ته واستوه.
شهزاده تركي په پېښور كې له رسنيو سره په خبرو كې د ايران د رسوا كولو هڅه وكړه او د ايران په كارونو يې سخت انتقادونه وكړل.
پايله:
افغانستان د اوږدو خپل منځي جګړو له امله د نورو د لاسوهنې يو بازار ګرځېدلى دى. هر مداخله ګر هيواد غواړي د پراخې  سياسي، نظامي او انساني سرمايه ګذارى په واسطه په دغه هيواد كې ځان ته مطمن ځايونه ولري ، چې دافغانستان راتلونكې احتمالي سولې لپاره خپل نفوذ زيات كړي. د جهاد او مقاومت په اوږدو كې او وروسته له هغې مجاهدينو او د سياسي احزابو پېروانو د پرديو په اشارو د افغانستان په ځينو برخو كې داسې غوبل جوړ كړ، چې اوس  دغه هيواد نړيوال امنيت ته په يو نا مطمن ډګر بدل شوى او د يو باثباته او تل پاتې افغانستان د دوام  سره يې ځيني شكونه پيدا كړي  دي.
په اتيايمه لسيزه كې د افغانستان بهران ته د حل په موخه د ايران او پاكستان لخوا كنفرانسونه جوړيدل په خپل ذات كې داسې يو عمل وو، چې دغو دوه ګاونډيو هيوادونو غوښتل په دې ډول دلته پراخې لاسوهنې وكړي.
د ملګرو ملتونو د سولې طرحه كه څه هم ځينې نيمګړتيا وې يې درلودې، خو پر يو ډول بين الافغاني پخلاينې يې تاكيد كاوه، اما په درې اړخيز كنفرانس كې د ايران او پاكستان لخوا د دغه پلان د ناكامولو هڅې په ښكاره وليدل شوې
هغو ګوندونو او اشخاصو، چې د پاكستان او ايران په كنفرانسونو كې يې ګډون  كړى وو د افغانانو رښتيني استازي نه ول، دوى تر دې د دوه كوربه هيوادونو په وړاندې بې قدره ول، چې حتى د دوى جوړ كړى موقت حكومت يې هم په رسميت ونه پېژانده.
له دې سره، سره بيا هم يادو دولتونو په ځينو فرصت طلبه وختونو كې دغو ډلو ټپلو ته اجازه وركوله، چې  په ځينو بين المللي غونډو كې د افغانستان د خلكو په نوم ګډون وكړي.دغه اقدامات هغه څو بېلګې دي، چې د افغانستان پر وړاندې د دوه ګاونډيو هيوادونو ايران او پاكستان شوم پلانونه را بربنډوي او وينو چې دغو دوه هيوادونوهر وخت په افغانستان كې د يوې دوام داره جګړې هڅې كړي دي.
فرانسه
د جولاى لسمه ۱۰ نېټه
پاى
ماخذ (اخيځليكونه):
۱-  كوثر جرېدې بېلابېلې ګڼې، پېښور چاپ
ش. ۱۲۷، اسد ۱۲.مه ۱۳۷۰ هجري _ ش. ۱۱۱، جوزا ۱۵ مه ۱۳۷۰هجري _ ش. ۱۲۶ اسد ۹ مه ۱۳۷۰ هجري_ ش. ۱۲۸، اسد ۱۶مه ۱۳۷۰ هجري شمسي.
د ليكوال يادښت:د كوثر جريدې چاپ ځاى معلوم نه و. په پېښور كې د يو نيم كال استوګنې پر مهال ډېرى افغانان په دې باور و، چې دغه جريده په ايران كې چاپېږي او موخه يې په افغانستان كې د ايراني ايت الله ګانو د مفكورو
خورول وو. د دغې جرېدې مسومدير ((محمد امين فروتن)) وو.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر