برچسپ ها

۱۰/۱۲/۱۳۹۰

په افغانستان كې د ايران لاسوهنې


د افغان جګړې د سياسي شتمنيو د تر لاسه كولو هڅې
ليكوال: ع. روستار تركى
ژباړن: جاويد واك
قسمت دوم
د همدې پلان له  مخې حجت الاسلام ابراهيمي د افغانستان په چارو كې د رهبرۍ مقام خپل كړ او انجنير حسن محي الدين نجفي په بهرنيو چارو وزارت كې د سترسلاكار د دندې ترڅنګ د افغانستان د چارو مشر وټاكل شو. نوموړي كسان د ((امام)) لارويان او د اسلامي انقلاب د خپرېدو سخت دريزه مدافعين وو.
د ۱۹۹۰ز، په ترڅ كې د افغانستان د قضيې په اړه د ايران د بهرنيو چارو وزيرعلي اكبر ولايتي څرګندونې، چې په يوه مركه کې يې كړې وې، د افغانستان پر وړاندې د ايراني نظريې يوه بېلګه ده.
ولايتي  په خپلو خبرو كې ويلي و: ((ايران براى تامين امنيت خود به انكشاف او ضاع در افغانستان بدون علاقه مانده نمې تواند)).
روسي اشغالګرو او له دې ډلې (برژنف)  هم د افغانستان پروړاندې نږدې همداسې نظر درلود.
په ۱۹۸۹ ز، كې د راولپنډۍ په مشورتي جرګه كې د هغو سياسي ګوندونو، چې د ايران تر نفوذ لاندې وو، ورګډېدل او ورسره جوخت په ۱۹۹۱ ز، كې دايران پلوه افغاني شيعه ګانو د څوكيو تثبيت د پېښور په اته ويشت كسيسز كمېسيون كې، چې سولې ته د يوې طرحې په جوړولو مكلف و، يو لړ مخالفتونه وزېږول.
هغو افغاني سياسي ډلو چې په ايران كې وې، مفكوره درلوده چې شيعه ګان د افغانستان د ټول نفوس څه باندې دېرش سلنه جوړوي، چې بايد په مشورتي جرګه كې هم په همدې اندازه څوكۍ وركړل شي، چې  مقابلو ډلو دغه سلنه له لسو څخه هم ښكته ښودله.
په ۱۹۹۰ ز، كې د ايراني مشرانو لخوا د ((ائتلاف هشت ګانه)) په نوم د هغو اتو ډلو د سياسي يووالي لپاره هڅې پيل شوې، كومې چې په ايران كې اوسېدې.
ايران په دې ډول غوښتل، چې ځان يو اغېزمن سياسي ځواك ښكاره كړي او په دې توګه د هغو تيت په ترك ګوندونو لپاره هم چې په پېښور كې اوسېدل او په افغانستان كې په جګړه بوخت وو، يو مهم هېواد ښكاره شي.
له بلې خوا ايراني مقاماتو له افغاني مجاهدينو سره كوم چې په ايران كې اوسېدل اړيكې ټينګې كړې، د دغو اړيكو له امله په زړه پورې نتيجه ايرانيانو ته په لاس ورغله. د ((ائتلاف هشتګانه)) ډلې ځيني عناصر دې ته چمتو شول، چې له هغه وروسته د رحمت الله مرتضوي تر مشرۍ لاندې په ګډ سياسي ګروپ كې كار وكړي.
خو د افغانستان په راتلونكو كلونوكې بيا دا مسله دومره اغېزمنه تمامه نه شوه. له دې  سره سم ايران  لا هم په دې لټه كې و، چې په افغانستان كې خپل لاسپوڅي ولري، هغوى د افغاني((اهل سنت والجماعت)) ډلو د رضايت لپاره چې په ايران كې اوسېدې، پانګونې وكړې.
ايرانيانو ګمان كاوه، چې ژبني او مذهبي تړاونه به تر ټولوغوره لارې وي، چې دوى په افغانستان كې خپلو موخو ته ورسوي؛ نو ځكه يې د حزب اسلامي په پرتله د جمعيت اسلامي ګوند سره ډېره خواخوږي درلوده. همدا راز لكه حركت انقلاب اسلامي، جبهه نجات ملي، محاذ ملي او...  ګوندونه بيا تر ډېره له ژبني تړاو څخه لرې وو؛ خو بيا هم د ايران تر سياسي اغېز لاندې راغلي وو.
دغو ګروپونو په افغانستان كې د ايرانيانو په پله پلونه اېښودل او د هغو ايران ضد ګروپونو پر وړاندې به درېدل، كوم چې په پېښور كې اوسېدل.
سربېره پر دې د ټولو هڅو درې ستر لاملونه وو، چې د ايران او كابل حكومت تر منځ يې نرمو اړيكو ته لاره اواره كړې وه:
·        تېرېدنه: د كابل د حكومت هغه ستره حوصله يا مجامله، چې د ايران پلوه ډلو پروړاندې يې درلوده.
·   له شوروي اتحاد سره د ښو اړيكو درلودل، دغه هيلې خو ايرانيان تر دې مجبور كړي وو، چې د يو ګاونډي هېواد اوسېدونكي د مرګ لومې ته وركړي، چې په دې ډول هغوى د امريكا پر وړاندې په سيمه كې د يو سياسي ځواك په توګه شتون ولري.
·        د شوروي له انتقام جويانه بريدونو څخه وېره
پورتني لاملونه د دې سبب شول، چې ايراني مقامات په خپلو سرحدونو كې د هغو افغاني مجاهدينو جرړې وباسي، كوم چې د روس پروړاندې جنګېدل او ورسره يې د مجاهدينو د كمزورۍ لپاره لاندې كړنې ترسره كړې.
لومړى: د افغانستان او ايران په ګډه پرته پوله د هغو افغان مجاهدينو د حملو مخنينوی، چې غوښتل يې د دغو دواړو هېوادونو له سرحدونو څخه په ګټه اخيستو په روسي ځواکونو بريدونه وکړی؛ خو د ايران له دې هڅو سربېره بيا هم د مجاهدينو ګروپونه له همدغو پولو څخه اوښتل او په افغانستان کې يې خپلې جګړې ته دوام ورکاوه. دغه کار د دې لامل شو، چې په ۱۹۸۲ او ۱۹۸۳ ز، کلونو کې څو ځله روسي  الوتکې د ايران پر خاوره واوښتې او هغلته يې د مجاهدينو پټنځايونه په نښه کړل.
کله چې ايران د روسي ځواکونو له دغه ډول کړنو سره مخ شو؛ نو د افغان- ايران پر پوله يې مجاهدينو ته د تلو راتلو اجازه ورکړه. په دغه وخت کې د ايرانيانو پر ځای افغانانو د هغه هېواد له پولو څخه دفاع کوله.
په دې وخت کې مجاهدينو کافي وسله هم نه درلوده، روسانو له همدې تشې څخه په ګټې اخيستو دغه جنګيالي ښه وځپل.
په پاى كې افغاني ډلو د ايراني مقاماتو په يو غير مسوولانه فکر، چی د افغانستان په اړه يې درلود، خپل بچيان او تجربه لرونکي قوماندانان له لاسه ورکړل.
دويم: ايراني مقاماتو د هر ډول هڅو، چې  د جهادي تنظيمونو د نږدې والي سبب ګرځېدلې او د ايران نفوذ ته يې زيان رسوه، په کلكه مخنيوی کوه. ايراني چارواکو يوازی هغو کسانو ته وسلې او نورجنګي وسايل ورکول، چی د ايران ګټو ته د پام کولو ژمنه يې كړې وه او له  ((خط امام)) څخه به په هرځای کې ملاتړ کوي.
ډېرې هڅې وشوې ، چې د بهرنيو مرستو او کورنيو غنيمتونو وېش د ايرانيانو لخوا ترسره شي، چې په دې ډول ايراني مقاماتو له موقع څخه په ګټې اخستنې شيعه ګان په ځان راماتول او د وېش پر وخت يې اصلي محور ګرځول؛ خو لاهم کومې ځانګړې موخې  ته ونه رسېدل او پېښور مېشتو جهادي ډلو د خپلو کړيو به وسيله، چې په ايراني نمايندګيو کې يې درلودې، د وسلو په راوړلو بوخت وو.
په ۱۹۸۷ ز، کې د ايراني امنيتي قواو لخوا امر وشو، چې د ټولو هغو وسلو چې افغانستان ته لېږل شوي ليست جوړ شي او ايراني مقاماتو ته دې د کتنو لپاره وړاندې شي.
په ليست کې بايد د وسلې مارک، بڼه، شمېر، د اخيستونکي نوم او قام، د اخيستونکي تنظيمي تړاو او... درج وي.
ځينو سني ډلو ايراني کړنو ته پر تنظيمي حريم د تېري په سترګه وکتل، تر دې چې يو دوه ګوندونه د احتجاج په توګه خپلې څانګې په ايران کې بندې کړې.
دلته نو بيا ايران ته موقع په لاس ورغله او  زيات شمېر وسلې، چې له پاکستان او نورو خليج هېوادونوڅخه د ايران پر لار افغانستان ته راتلې، ونيولې.


 

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر